خبرهای داخلی

په کابل ښار کې دځانمرګي واسګټونو او دماينونود جوړولو يوه کارخانه کشف شوه .

دملي امنيت دلوى رياست موظفينودکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره يوه مهمه تروريستي شبکه له منځه وړې ده .
دملي امنيت دلوى رياست مسولین وایي دغه عمليات دکابل ښار دخوشحال مينې په ساحه کې دطالبانو په تروريستي ډلې پورې اړوند له لرې واټن څخه دکنترول دماينونو ، مقناطيسي ماينونو او دځانمرګو واسکټونو دجوړولو په يوې فابريکې او زيرمې باندې ترسره شول او يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي او دماين جوړولو دستګاوې کشف شوې .
دغې شبکې په پام کې لرل چې په کابل ښار کې څو ستر تروريستي بريدونه ترسره کړي چې کولى يې شول زموږ د سلګونو تنو هېوادوالو ژوند په خطر کې واچوي .
په دغو عملياتو کې دطالبانو دتروريستي ډلې دوه تنه غړي چې په دغه مرکز کې يې دماين جوړولو دچارو دپرمخ بيولو مسووليت درلود د ضيا الرحمن او اصف په نومونو له امنيتي ځواکونوسره په وسله واله نښته کې وژل شوي دي .
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په دغو عملياتو کې څه دپاسه سل کيلوګرامه ډول ډول چاوديدونکي توکي ، دماين جوړولو دستګاوې، ځانمرګي واسکټونه او دماين جوړولو په لسګونو تخنيکي وسايل کشف او ترلاسه کړي دي .
په وروستيو دوو مياشتو کې څو تروريستي شبکې چې دپرديو په اشاره په کابل کې دسترو تروريستي بريدونو د ترسره کولو په لټه کې وې نيولې شوي اويا له منځه وړلې شوي دي .

نظر بدهید