خبرهای خارجی

 امريکا ته دايران دسپاه پاسدارانو دقوماندان سخت خبر دارى

دايران دسپاه پاسدارانو لوى قوماندان محمد علي جعفري  خبر دارى ورکړى دى که چيرې امريکا دايران دسپاه پاسدارانو پرخلاف نوي بنديزونه عملي کړي بايد خپلې سيمه ئيزې  اډې  دايران دتوغنديو دلګيدو تر  ٢٠٠٠ کيلومترى شعا ع پورې وليږدوي .

 دسپاه  نيوز دخبرله مخې ،جنرال جعفري دسپاه ستراتيژيکي  شوراپه غونډه کې ويلي دي که چيرې  دامريکا دولت دايران سپاه  پاسداران يو تروريستي سازمان وبولي ، سپاه پاسداران به هم دامريکا اردو دنړۍ په ګوټ ګوټ په تيره بيا دمنځني  ختيځ  په سيمه کې  دداعش دهمسنګر  په توګه په پام کې ونيسي .

 ده ټينګار کړى دى چې ايران دامريکاله دښمنانو  سره دمقابلې  دقانون په چوکاټ کې دنويو بنديزونو عملي کول به دکاتسا دقانون په نامه له برجام  څخه دامريکا ديو اړخيز وتلو په توګه وبولي .

 دايران ،روسيې او دشمالي کوريا پرخلاف دغه قانون دامريکا دکانګرس له خوا تصويب شوى دى او دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ هغه داګست دمياشتې په دويمه نيټه لاسليک کړى دى .

 ځينو امريکايي رسنيو ليکلي دي ترامپ غواړي په برجام دايران دژمنتوب له تاييدولو څخه ډډه وکړي اوپه ايران دفشار د عملي کولو لپاره سپاه پاسدارانو ته دتروريستي سازمانونو په نوم لړ کې ځاى ورکړي .

دبرجام په نامه دګډ اقدام هراړخيز پروګرام دايران داټومي  پروګرام  په باره کې  يوه موافقه ده چې دبارک اوباما دجمهوري رياست په دوره کې او دروسيې  ، چين ،بريتانيا ، فرانسې ، المان او داروپا داتحاديې دبهرني سياست دمسوول په مشارکت له اوږدو خبرو وروسته ترلاسه شوه .