خبرهای خارجی

داسپانيا  صدراعظمه :  اسپانيا به يو موټي پاتې شي

  داسپانيا صدراعظمه ماريانو راخوي وايي که چيرې  دکاتالونيا سيمه خپلواکي  اعلام کړي له هغو  قدرتونو څخه په استفاده کې  دمقابلې لپاره چې اساسي قانون ورته ورکړى کوم ترديد ته لاره نه ورکوي .

  دې دغه ګواښ  له ال پانيس ورحپاڼې  سره په مرکه کې  طرحه کړ او ويې ويل  هيله لري چې دکاتالونيا خپلواکى  غوښتوونکي په ډير لنډ ممکن وخت کې  دخپلواکۍ  داعلامولو په باب خپل ګواښ بيرته واخلي . باختراژانس دامريکا غږ له خولې خبر راکړ. داسپانيا صدراعظمې  وويل  بشپړ ډاډ  ولري  چې دولت به دهغه څه مخه ونيسي چې دخپلواکۍ اعلام کوم ځاى ته ورسيږي  اسپانيه به يو موټي او متحده پاتې شي .

 پخوا دمادريد په ګډون داسپانيا په ځينو ښارونوکې دحکومت په ملاتړ او دکاتالونيا په خپلواکى  سره په مخالفت کې يولړ مظاهرې  شوې وې