خبرهای داخلی

داعش  په پاى کې  طالب وخوت

 دوسله والو طالبانو دډلې مشر دخپلې ډلې غړو او قوماندانانو ته امر کړى دى چې دداعش پرخلاف جګړه پاى ته ورسوي .

دوسله والو طالبانو دډلې مشر ملا هيبت الله اخوند زاده دپاکستان داستخباراتو د همکارى په دې وروستيو وختو کې دهلمند ولايت ته سفر کړى دى او دوسله والو طالبانو دډلې  له قوماندانانو او غړو سره يې کتلي دي .

  دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق  دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې دملا هيبت الله په ګډون دکويټې  شورا يوشمير غړو او دپاکستان داستخباراتو ځينو غړو  په دې سفر کې له ملا هيبت الله سره ملګرتيا کوله .

 جنرال عبدالرزاق  زياته کړه دطالبانو مشر په هغې غونډه کې له خپلو  قوماندانانو سره يې لرله هغوى ته امر وکړ چې دداعش پرخلاف  جګړه بنده کړي او نور دې په هغوى ډزې نه کوي ځکه داعشيان هم له موږ سره ګډ  مفکوره لري .

نظر بدهید