اقتصادی

دبغلان-بامیان سړک دجوړېدو او سالنګ لویې لارې د اساسي ترمیم تړون لاسلیک شو

د هېواد د فواید عامې وزارت او “کېنګداو” چینایي ساختماني شرکت ترمنځ د ټرانس
هندوکش اتصال پروژې قرادادلاسلیک شو.

په هغو مراسمو کې چې د  افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني
په حضور  په همدې مناسبت نن ماسپښین په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډې په
پای کې ترسره شول، د فواید عامې وزارت سرپرست یمایاري او دکېنګداو” چینایي
ساختماني شرکت استازي  یاد قرارداد لاسلیک کړ.

دا پروژه چې نړیوال بانک یې تمویل او د فواید عامې وزارت یې تطبیقوي، له بغلان
څخه تر بامیانو د ۱۵۲ کیلومتره سړک او د سالنګ تونل د ترمیم په ګډون د سالنګ
لویې لارې د ۸۶ کیلومتره اساسي ترمیم په کې  شامل دي.

د بغلان-بامیان لویې لارې پروژې جوړېدل په شپږو برخو وېشل شوي چې د لومړۍ او
شپږمې برخې تدارکاتي بهیر یې پایته رسېدلی او تر یوې میاشتې به یې عملي چارې
پیل شي.

نظر بدهید