خبرهای خارجی

دوه تنه د عربستان د باچا د ماڼۍ په بريدکې ووژل شول

   د عربستان د جدې ښار په سلام ماڼۍ په وسله وال بريدکې څه ناڅه دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

د عربستان د کورنيو چارو وزارت د يوې وينا په اعلامولو سره ويلي دي چې  ٢٨  کلن يرغلګر د خپل موټر په واسطه د ماڼۍ دروازې مخې ته  لاړ او په  ډزو يې پيل وکړ.

مقامات وايي چې يرغلګر منصور عامري هم وژل شوى دى.

د شنبې په ورځ په عربستان کې د امريکا سفارت له خپلو اتباعو څخه غوښتي و  چې دغې ماڼۍ ته له نږدې کيدو څخه ډډه وکړي.

مقاماتو د دغه يرغلګر د انګيزې او بريد په باب جزئيات نه دي خپاره کړي.

نظر بدهید