خبرهای خارجی

 امريکا عربستان ته دبالستيکي توغندي ضد سيستم ورکوي

ديوه پنځلس  مليارده ډالري قرارداد له مخې امريکا په سعودي عربستان دتاد پرمختللي راکټي ضد تجهيزات پلورلي دي .

 دعربستان له خوا ددغو وسلو دپيرودنې يوعلت ، دايران دراکټي پروګرام په وړاندې ددفاعي تياري ترلاسه کول بلل شوي دي .

دامريکا  د بهرنيو چارو وزارت دجمعې په ورځ دوسلو ددغه قرارداد د لاسليک کولو دخبر دتاييدولو په ترڅ کې ، داکار يې دامريکا دمتحده ايالاتو دملي امنيت دسياستونو په لاره کې بللى دى .

 دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دغه راز څرګنده کړې ده چې دبالستيکي توغندي ضد ددغه سيستم ورکول به دايران  په ګډون دسيمې د ګواښونو په وړاندې  دخليج  په حوزه کې امنيت او دعربستان دفاعي سيستم پياوړى کړي .

 دوسلو ددغه قرارداد رسمي  اعلام يواځې  يوه ورځ له هغه وروسته کيږي چې سعودي عربستان له روسيې څخه ددفاع هوا  نوې وسلې  وپيرودلې .

 په همدې حال کې دامريکا ددفاع وزارت مقامات وايي په رياض  دتاد  دراکټي ضد سيستم  پلورنه به په سيمه کې دوسلو  دانډول دګډوډيدو سبب نه شي .

 امريکا دتاد راکټي ضد سيستم چې کولاى شي په وچې ويشتونکو توغنديو ولګيږي دغه راز دجنوبي کوريا په واک کې ورکړي دي چې دغه هېواد دشمالي کوريا دراکټي بريد دګواښ په وړاندې  سمبال کړي .

نظر بدهید