خبرهای خارجی

ايران دراکټي پروګرام په باره کې  دخبرو لپاره تيارى درواغ وباله

  درويترز  خبري اژانس دايراني  او لويديځو ديپلوماتيکو خبرځايونو په استناد  په يوه رپوټ کې چې هويت يې نه دى په ډاګه شوې ، ادعاکړې ده چې ايران دخپلو بالستيکي توغنديو دپروګرام  دځينو برخو په باره کې  خبروته چمتو دى .

 دايران دبهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي درويترز درپوټ په درواغ  بللو سره  ويلي دي چې ايران راکټي دفاعي پروګرامونه خپل مسلم حق بولي او دې کارته به دوام ورکړي .

 دملګروملتو په سازمان کې دايران دنمايندګۍ يوه غړي  هم درويترز رپوټ بې بنسټه بللى دى .

 رويترز په خپل رپوټ کې ويلي دي دايران دبهرنيو چارو وزارت ، دامريکا دبهرنيو چارو وزارت او دملګروملتو په سازمان کې دامريکا دنمايندګۍ چارواکي دراکټي خبرو لپاره دادعا دتياري  په باره کې  دنظر څرګندولو ته نه دې حاضر شوې .

 درويترز  په رپوټ کې ويل شوي دي چې ايران نړيوالو قدرتونو ته نږدې شوى دى چې دراکټي پروګرام اړخونو په باره کې دخبرو لپاره خپل تيارى څرګند کړي .  مخکې  له دې ايراني مقاماتو ويلي دي چې دراکټي پروګرام په باره کې خبروته حاضر نه دي .

 دايران مشر ايت الله علي خامنه يي هم په ډاګه ويلي دي چې له امريکا سره خبرې يواځې داټومي پروګرام په باره کې دي .