خبرهای ورزشی

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د یوورځنیو لوبو سریز وګټه

د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې سره د پنځمې یوورځينۍ لوبې پچه افغان ۱۹ کلنې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه، افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره  بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې ته ۲۴۰ منډې هدف وټاکه، چې زیاتې ۸۳ منډې ابراهیم ځدراڼ او ۷۵ منډې دروېش رسولي جوړې کړې، ورپسې بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، افغان تیز او سلو توپ اچونکو پرې نه ښودله چې سیاله لوبډله هدف ته ځان ورسوي، بنګله دېش لوبډلې د لوبې په ۴۸،۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله، وفا دار مومند ۴، قیس احمد ۳، مجیب ځدراڼ ۲ او طارق ستانکزي د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځولو.

دروېش رسولي چې په ننۍ لوبه کې یې په ۴۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې او د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې تر مینځ د پنځو یوورځنيو لوبو سریز لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلي دوهمه لوبه د باران له امله مساوي شوي اوپاتې ۳ لوبې یې افغانستان ګټلي چې په د سره افغان ۱۹ لوبډلې وکولای شول چې کوربه بنګله دېش هیواد څخه د یوورځینیو لوبو سریز وګتي.