صحت

نهه میلونه ماشومانو ته واکسین ور کول کېږي

نهه اعشاريه نهه ميليونه تنه ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسين کيږي
د ماشومانو د ګوزڼ د واکسين د تطبيق د پروګرام څلورمه دوره په ټول هېوادکې پيليږي .
په دې دوره کې نهه اعشاريه نهه مليونه تنه ماشومان په ټول هېوادکې واکسين کيږي.
د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسوول ډاکتر ميوند احمدزي وويل: دغه پروګرام د عامې روغتيا وزارت له خوا د نړۍ د روغتيايي سازمان او د يونيسف د ادارې په همکارۍ ترسره کيږي.
د ده د څرګندونوله مخې: دغه پروګرام درې ورځې دوام کوي او د کور په کور ډول ترسره کيږي .
ده دغه راز وويل چې له دوه کلنى څخه تر پنځه کلنى پورې په پنځه اعشاريه نهه ميليونو ماشومانو ته د کولمو د چينجيو ضد ټابليټونه ورکول کيږي.
ډاکترميوند زياته کړه: له درې ورځنۍ دورې له پاى ته رسيدو وروسته بيا هم د جمعې په ورح د واکسين تطبيقوونکي کورونو ته ځي او هغه ماشومان چې له واکسين څخه پاتې وي، واکسين کوي يې.