صحت

جمهور رئیس غني د سره صلیب د ډاکترې پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مزار شریف ښار کې د سره صلیب د نړیوالې ټولنې د هسپانوۍ ډاکترې لورینا انیبرال پریز پر وژنې خواشيني څرګنده کړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي ارګانونو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې په افغانستان کې په بشردوستانه خدماتو د بوختو بهرنیو وګړو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي چې په راتلونکي کې دغه وړ پېښې رامنځته نشي.
جمهوررئیس غني د ډاکترې لورینا انیبرال پریز کورنۍ او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي او د تسلیت مراتب څرګندوي