خبرهای داخلی

سترجنرال عبدالرشيد دوستم د اجرائيه رياست له دويم مرستيال محمدمحقق سره وکتل

:
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم تېر ماښام د اجرائيه رياست له دويم مرستيال حاجي محمد محقق سره په ترکيه کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د روانو حالاتو، د ډار اچوونکو په وړاندې د ملي يووالي او اتفاق د تامينولو او له اوسنيو ستونزو څخه د وتلو د لارو چارو په باب خبرې اترې وکړې.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې، حاجي محمد محقق اوس په درملنې بوخت دى.

نظر بدهید