اقتصادی

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت د سړکونو د ۶ پروژو په ګډون۱۰ قراردادونه منظور کړل

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د شاوخوا (۲) میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه یې منظور کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي:
ـ د بادغیس ولایت قلعه نو څخه تر آب کمري ولسوالۍ پورې د ۱۵ کیلومتره اوږد سرک بیا رغاونه او قیر کول؛
– د فراه ولایت د جوی غلامان د باغ پل سړک جوړول؛
– د میدان وردګو ولایت د دهنه آبدره د ۱۰ کیلو متره سړک جوړول؛
– د نورستان ولایت دو اب نه تر دهنه پیار تر منډول پورې د سړک د دویمې برخې بیا رغونه؛
– له دوشي څخه تر بامیانو پورې د ۲۱ کیلومتره اوږد سړک د لومړۍ برخې جوړول چې دمخه په مشروط ډول منظور شوی و او په دې غونډه کې په نهایي توګه د قرارداد قېمت کې د ٥٠٠ زره ډالرو په تخفیف سره تصویب شو؛
– د شمال اتصالي لویې لارې (ترانس هندوکش) د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه؛
– د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په سپما د لس زره ټنه قیر اخیستل؛
– د بنايي ساختماني تصدۍ له لارې په کابل ولایت کې د زرقي محلولاتو فابریکې جوړونه؛
– د امنیتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت امنیتي پرسونل د بایومتریک په شرط د انټرکانټینینټل هوټل د امنیتي خدماتو قرارداد؛
– د کورنیو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقیف خونو لپاره د ۲۳ قلمه البسوي توکو قرارداد؛
– د ملي دفاع وزارت په ۱۲ مالي واحدونو کې د بودجې ترتیب او د لګښتونو (BPET) د تعقیب د ډیتابیس قرارداد.
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۶ قلمه مفروشاتي اجناسو قراداد مهالنی تمدید تائید کړ او دغه راز یې د کابل د شنې ساحې (Green Zone) لپاره د تمویلونکي (د غوڅ ملاتړ سیستیکا اداره) د تائیدي په شرط د ځانګړو امنیتي کمرو د پېرلو، نصب او فعالولو د تدارکاتي پړاوونو د پیلولو وړاندیز هم تصویب کړ. کورنیو چارو وزارت د یادې سیمې د ځانګړو امنیتي تدابیرو په موخه د دریو نورو قراردادونو د تدارکاتي پروسې د پیل یادونه هم وکړه.
په غونډه کې همداراز، د قندهار د ۱۱۰ کیلو ولټ بریښنا مزي د ډیزاین، برابرولو، نصب او بشپړولو پروژه چې د افغانستان برېښنا شرکت وړاندیز کړې وه، کمېسیون د لا زیاتو ارزونو په موخه ور وګرځوله.
جمهوررئیس غني په دې اړه ټینګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت باید د خدماتو د وړاندې کولو پر لومړۍ درجه موسسه بدل شي نو اړتیا ده، چې د بشري منابعو مطلوب ظرفیت او د خدمتونو وړاندې کول پکې ایجاد شي.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس لارښونه وکړه، چې د افغانستان برېښنا شرکت کې دې سراسري تفتیش وشي، ترڅو خلاوې تشخیص او د یادې ادارې د اصلاحاتو پروسه موثره شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز د پروژو په تطبیق کې د معتبرو بین المللي شرکتونو ګډون مهم وباله او د بین المللي شرکتونو په ځانګړي ډول د چیني، ترکي او هندي شرکتونو او د هغوی د اسنادو د تائید لپاره یې د معتبره مرجع په جوړېدو ټینګار وکړ او پلاوی وګومارل شو، چې په افغانستان کې د یادو هېوادونو سفارتونواو په یادو هېوادونوکې د افغانستان سفارتونو سره دغه موضوع تقیب کړي.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستیکا او د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ څارونکو هم برخه اخستې وه

نظر بدهید