خبرهای داخلی

اجرائيه رئیس: د ننګرهار په پچیر اګام کې به د داعش خلاف اساسي اقدامات وشي

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله  د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ د تورې بوړې سیمې له یوشمېر قومي مشرانو او ورسره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د تورې بوړې سیمې قومي مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې له دې سیمې څخه څلور زره کورنۍ بې ځایه شوې؛ خو تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.
هغوی وویل، چې دمګړۍ د دوی ډېری کلي د داعش په ولکه کې دي او له اجرائيه رئیس یې وغوښتل چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې دې د داعش د لمنځه وړلو او د سیمې د چاڼ کولو لپاره عملیات وکړي. یادو قومي مشرانو په خپله سیمه کې د ډېر شمېر سیمه ییزو پولیسو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چمتو دي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د داعش ځپلو لپاره همکاري وکړي.
د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پچیراګام ولسونو ته د داعش له لوري په اوښتل شوي زیان خواشیني وښوده او ویې ویل، چې په امنیت شورا کې به په دې اړه بحث وکړي او هر څه ژر به د داعش له ولکې څخه د یادې ولسوالۍ د خلاصون په اړه عملیات وشي.
اجرائيه رئيس وویل، چې حکومت د مخالفانو په ځانګړي ډول د داعش ځپلو لپاره پوره چمتووالی لري. ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې له داعش د سیمو پاکولو او خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو په بېرته ستنولو کې اساسي اقدامات کوي.
اجرائيه رئيس د وزیرانو شورا د دارلانشاء رئيس

نظر بدهید