خبرهای داخلی

شاه حسين مرتضوي: قزاقستان د افغانستان پوځي وسايط ترميموي

د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي په يوه خبري غونډه کې قزاقستان ته د جمهور رئيس د سفر نتيجې بيان کړې.
قزاقستان د اسلامي همکاريو د سازمان د مشرانو د غونډې کوربه و.
مرتضوي د جمهور رئيس محمداشرف غني د سفر نتيجې له خبريالانو سره شريکې کړې او ويې ويل چې جمهور رئيس د دغې غونډې ترڅنګ د ترکيې، قزاقستان او ازبکستان له جمهورو رئيسانو سره وکتل .
په دغو کتنوکې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ په باب خبرې اترې وشوې.
د ترکيې جمهور رئيس په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د خپل هېواد تيارى اعلام کړ او له دغو خبروڅخه يې ملاتړ وکړ.
د مرتضوي د څرګندونو له مخې: په دغو کتنوکې د تجارتي همکاريو د پراختيا ، ترانزيت او د اوسپنې پټلۍ په باب چې افغانستان له چين سره نښلوي، ټينګار وشو.
مرتضوي زياته کړه چې د قزاقستان جمهور رئيس د افغانستان د پوځي وسايطو
د ترميمولو او د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د خپل هېواد تيارى اعلام کړ.
د ازبکستان جمهور رئيس له محمداشرف غني سره په کتنه کې د افغان محصلانو د زده کړو د زمينو د برابرولو او افغانستان ته د بريښنا د مزي د تمديدولو په لاره کې د خپل هېواد تيارى اعلام کړ.