خبرهای داخلی

د ښار جوړونې وزیر سید منصور نادري نورستان ولایت ته تللی.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله په نورستان ولایت کې جوړه شوې وه په سر کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په نورستان ولا یت کې د روانو انکشافي کارونو په تړاو خبرې وکړې او د کور او ښار جوړونې له وزیر څخه یې مننه وکړه چې سږ کال یې نورستان ولایت ته ډیرې پروژې په پام کې نیولي.
هغه همداراز خلکوته د پاکو اوبو رسول، د لوبو میدان،دښاروالۍ دعوایدو دلوړولولپاره د مارکیټونو جوړولو غوښتنې وکړي او زیاته یی کړه چې نورستان ولایت پراخې زمکی نلری ښه به وي چې د یوشمير ادارو کارکوونکو ته د استوګنی بلاکونه جوړشي.

دنورستان والي د یاد ولایت د لرغونتوب او فرهنګي اثارو د ساتنې لپاره یو معیاری موزیم ترڅنګ د یوشمير نورو ستونزو په تړاو خبرې وکړي چې د نورستان ولسونه ورته ضرورت لري.

نوموړي  هغه ښوونځیو ستونزې هم یادي کړي چې ودانۍ نه لري او اتیا سلنه زده کونکي یی دونو او شنه اسمان لاندې زده کړي کوي دا ستونزې بایده له مرکزي ادارې سره شریکې  او دحل لپاره یی کوټلي ګامونه پورته شي .

جوړې شوې غونډې ته په ولسې جرګه کې د نورستان استازي مولوي احمدالله موحد وویل هغه پام چې دې ولایت ته شوي وي له بده مرغه نه دې شوي هیله مو له وزیر صاحب څخه ده چې دنورستان دابادۍ او پرمختیا لپاره دې دنورستان موضوع په کابینه کې شریکه کړي .

همدارنګه دسرحدونو اودقبایلو چارو وزارت مرستیال وزیر ښاغلي عبدالغفور لیوال دخبرو په لومړي سرکې وویل نورستان مې په ځلونو په خوب لیدلي وو خو هغه چې مایی د ښکلا تصور کاوه له هغې هم زیات ښکلي دي او خوښ یم چې له نژدې مې ولیده.

نوموړی د نورستان فرهنګي او لرغوني تاریخ ته په اشارې وویل نورستان د نړۍ په سطحه یوه فرهنګي حوزه ده او ددې فرهنګ ساتل یې د دولت له پاملرنې مخکې د نورستان د خلکو مسولیت وباله.

ښاغلي لیوال دنورستان له ولس سره ژمنه وکړه هغه زده کونکي چې له شپږم ټولکي فارغ وي د قبایلي لیسو دروازې یې پرمخ پرانستې دي.
دکور او ښار جوړونې وزير سید منصور نادري په خپلو خبرو کې د ولسونو د تود هرکلي نه د مننې تر څنګ د دوی غوښتنې پر ځای وبللې او زیاته یی کړه په کابېنه کې به ددې ولایت اړتیا وې مطرح کړي

دښار او کور جوړونې وزیر درې هغه يروژې هم پرانستلې چې ددغه وزارت د ثبات او تحکیم ریاست په وړاندیز په کابینه کې منظور شوي وي چې لومړۍ یی د ولایت مقام اداري ودانۍ چې ۵۰ ميلونه، دوهمه یی دولایت میلمستون ۴۰ میلونه او دریمه یی دڅارنوالۍ ریاست ادارې ودانۍ جوړول دي چې ۴۴ ميلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي او دکار چارې به یی په دوه کالو کې بشپړې شي.

نظر بدهید