چهره ها

د افغانستان نوموتی لیکوال استاد سعدالدین شپون هم ومړ.

استاد شپون له ډېرې مودې راهسې د ناروغۍ په بستر پورت وه، چې تېره ورځ یې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ۸۴ کلونو په عمر سا ورکړه.

نوموړي د کابل پوهنتون استاد لیکوال او د یوه ژورنالیست په توګه ډېر کلونه کار کړی.
سعدالدین شپون ۱۹۳۳ میلادي کال د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د قاضي برهان په کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
د استاد له قوله”الف او بې مې د کلي له جوماته پیل کړه، مکتب مې به کابل کې ولوست، لوړې زده کړې مې په کابل او امریکا کې وکړې“.
د استاد شپون کاري ژوند په کابل کې پیل شوی او ډېره برخه یې د ژورنالیزم په ډګر کې تېره کړې ده.
سعدالدین شپون یو څه وخت په کابل او د ډنمارک په کوپنهاګن پوهنتون کې د استاد په توګه پاته شوی دی.
استاد شپون به همېشه تاکید په دې کاوه چې له شعر نه زیات باید نثر ته کار وشي.
استاد شپون په ناول لیکلو کې لوی مهارت درلود، پیل یې له شین ټاغی وکړ او دا سلسله یې ګټیالی، د سمڅې یاران او ښایستو ته راورسوله.
د ”بنګي غاړه“ یې د لنډو کیسو ټولګه ده.
استادشپون د شعر او شاعرۍ له ښاپېرۍ سره هم اشناء وه ”پرخه په ترخه“ یې شعري ټولګه ده.
د استاد شپون د لیکلو سبک ځانکړی وه او د ده په خپله وینا تر ډېره د نومړي په خپلو تجربو ولاړو.
د استاد چې هر اثر مطالعه کوې نو ډېر روان او ساده یې لیکلی، ځکه د کلیمو په بیانولو کې ښه جراات لري او همدې روانوالي یې ټولو اثارو ته یو ځانګړی ځای او مقام ورکړي.
”وه نه و یو شپون و“ یې ژوند لیک دی چې ډېر څه له ځان سره لري.
د استاد شپون په ټولو پنځونو کې د زمانې د سیاسي او ټولنیزو حالاتو یو روښانه انځور وړاندې شوی.
د استاد شپون یو شعر
زاڼه ستا اوږده اوږده وزرونه
د پامیر له څوکو جګ دي
لنډوې اوږده مزلونه
چېرته ځې کله رسېږې
ستا اوږه مشوکه ډوبه
نن امو کې بیا سبا ته
هندوکش د سر دڼدو کې
مسته مسته مخچولیږې
الوتو کې څانګې څانګې
چا شراب درباندې څښلي
چې سیلۍ سخته لګیږي
ته په ناز ورته نڅېږې
د نیلي اسمان پېغلې
ولې دومره جګه ګرځې
راته ښکاري پښتنه یې
د زلمیانو نه شرمېږې
تور اوره د پسرلي کې
چې باران نم نم ورېږي
ته زموږ د کاله شاته
توره شپه کې را کوزېږې
زه یې اورم چې ته بولې
اه خوږې خوږې بدلې
زه دې ګورم چې ته خاندې
او بیا ورانه ورانه کېږې
ستا یې بڼې در لندې کړې
کاشکې نن شپه ورښت نه وای
نه رښتیا ښه ده چې اورې
که نه بیا ته نه ستنېږې