صحت

په سهیل لويديځ زون کي د نوبل په نامه څلور ورځنی د پوليو واکسين کمپاین پيل شو

په همدې موخه د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کي د مرستيال والي عبدالحنان منیب په مشري غونډه جوړه سوې وه چي د عامي روغتيا د رئيس تر څنګ ګڼ شمیر د ولایتي ادارې رئيسانو او د نړيوال روغتيايي سازمان د پوليو واکسین د برخي مسؤلینو او استازو برخه اخيستي وه.
په غونډه کي د پوليو واکسین په وړاندي د ستونزو د حل په موخه نظرونه شريک سول.
جوړي سوي غونډي ته د پیل په وینا کي د عامي روغتيا سرپرست ډاکټر محمد عظیم زمریال وویل ، چي د نوبل په نوم د پوليو پر ضد کمپاين به په سهیل زون کي د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او پر مهال به د ټولو هغو ولسواليو ماشومان ، چي د پوليو مرض د ګواښ سره مخ دي وقايه کړي.
د ښاغلي زمريال په خبره دوی غواړي په دغه څلور ورځني کمپاين کي ، چي د سنبلې په شلم تاریخ پیليږي يو میليون ۲ سوه شپږ زره ۹ سوه پنځه تنه کم عمره ماشومانو ته واکسين ورکړي ، چي یاد تعداد ماشومانو کي د زابل او هلمند ولایتونه هم شامل دي.
ښاغلي زمریال زیاته کړه ، چي هڅه کوي د ولایتي اداري د ځينو ریاستونو په مرسته د پولیو په اړه موثر تبلیغات وکړي او په نښه سوو سیمو کي په خاص ډول د کندهار شاوليکوټ او ميانشين ولسواليو کي ټول ماشومان د پوليو مرض پر ضد وقايه کړي.
په غونډه کي د کتلوي معافيت امر ډاکټر عبدالرشید الکوزي وويل ، چي په تیره عیسوي میاشت کي دوی څه باندي ۴ سوه ۲۲ زر ماشومانو ته د پوليو واکسین ورکړی و او په وینا يي ، چي ۱۸ زره ماشومان د ځايي اوسېدونکو د نه همکارۍ او د واکسين ټيمونو د غفلت له کبله پاته سوي وه.
ښاغلي الکوزي وويل ، چي ياده برخه کي د خلکو پوره همکاري به د پوليو په له مينځه وړلو کي ډير ه ګټوره تمامه سي.
په غونډه کي د نړیوال روغتیايي سازمان د پوليو د برخي مسولینو وويل ، چي په محیط کي اوس هم د پولیو ویروس شتون لري او زیاته يي کړل ، چي تر دې مهاله شپږ د پوليو پيښي ثبت سوي دي ، چي ۲ په کندهار ، ۲ په هلمند او يوه پيښه زابل ولایت مي په نښه سوي ده ، چي په وینا يي پدې برخه کي هر راز همکاري کولو ته چمتو او عملا اجرات کوي.
د غونډي په ورستيو کي د ولایت مقام مرستيال حاجي عبدالحنان منیب د غونډي ګډونوالو ته وويل ، چي د اطلاعاتو فرهنګ ، پوهني ، حج او اوقافو ، قومونو قبایلو چارو ، علماو شورا ، چاپيريال ساتني ریاستونه د ولسواليو ولسوالان او د انکشافي او مشورتي شوراګاني او کوچيانو امريت به پدې برخه کي هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي منیب د کندهار د ټولو ولسونو څخه وغوښتل ، چي د پوليو مرض په له مینځه وړلو کي د واکسين ټيمونو سره همکاري وکړي او د یاد مرض په له مینځه وړلو کي دي خپل رسالت ادا کړي.
وروسته راغلو ټولو مسؤلینو د مرستيال والي په مشري دوو تنو ماشومانو ته په دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره د پوليو ضد واکسين څلور ورځني کمپاين رسما پيل کړ.
دا پداسي حال کي ده ، چي په دې ورستيو کي د عامي روغتيا ریاست مسؤلینو د پوليو ضد واکسین په وړاندي لویه ستونزه د عامو ولسونو نه همکاري په ګوته کول ، چي په لړ کي په کندهار د يادي برخي مسؤلينو پخپل راپور کي ويلي دي ، چي په نېش ، شاولیکوټ او ميانشين ولسواليو کي اوس هم مخالفين په دې برخه کي لويه ستونزه ګڼل کيږي.

نظر بدهید