خبرهای خارجی

په هلمندکې د طالبانو په سنګرونو هوايي بريدونه شوی

په هلمندکې د طالبانو په سنګرونو هوايي بريدونه شوی
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د نويو هوايي بريدونو له امله پنځه تنه ډار اچوونګي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه بريدونه د واشير، ګرمسير او د نهرسراج په ولسواليوکې د وسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې بريدونوکې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده: په دغو بريدونوکې دغه راز په دغو ولسواليوکې د وسله والو طالبانو درې سنګرونه هم ويجاړشوي دي .
خبرپاڼه زياتوي: په دغو بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.