خبرهای داخلی

په نورستان کې وسله والو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده

پنځه اتيا تنه ډار اچوونکي د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شير آقا فقيري وويل: ډار اچوونکي د خپلو تروريستي هدفونو د ترسره کولو په خاطر د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوالۍ په شاوخوا سيموکې راټول شوي وو چې د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا هوايي بريدونه پرې وشول چې په نتيجه کې يې ٨٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
فقيري زياته کړه: په دغو هوايي بريدونوکې د دښمن يو دوه اتيا ملي متري توپ، يوه داشکه او يو توغندى ويشتوونکى هم ويجاړ شوي دي .