خبرهای ورزشی

په کندهار کي د غيږ نيوني دوديزي سيالۍ وسوې

د غيږ نيوني سيالۍ، چي هر کال په کندهار کي کيږي دا ځل له ډېرو ولايتونو ورته پهلوانان او مينه وال راغلي وه. سږکال د غيږ نيوني سيالۍ د سپين بولدک په ولسوالۍ کي د امن په فضاء کي وسوې.
اسدالله زړه سواند يې په اړه رپوټ لري.
دا د کندهار په سپین بولدک ولسوالی کي د ولایتونو په کچه د غیږ نیوني لوبه ده چي د هېواد د مختلفو ولایتونو غیږ نیونکو پکښي ګډون کړی دی. ددې سیمه ایزي لوبي جوړونکی محمد صدیق وایي چي مخکی کلونه به دغه لوبه پر بیابانونو کیدل ولي اوس یې ورته ځانګړی ځای جوړ کړی او وروسته له دې به د سپین بولدک په نړیوال سټډیوم کي تر سره کیږي. نوموړی وایي چي په سپین بولدک کي ښه امنیت ددې لامل سو چي د مختلفو ولایتونو پهلوانان دلته غیږ نیوني ته زړه ښه کړي.
محمد صدیق:د غیږ نیوني سیمه ایزي لوبي جوړوونکی
پر همدې مهال ددې لوبي ګډونوال او پخواني غیږ نیونکي وایي چي د غیږ نیوني لوبه نه یوازي دودیزه بڼه لري بلکي دا لوبه د ځوانانو د نشیي توکو څخه د ژغورني یوه ښه لاره هم ده. هغوی وایي چي مخکي به دوی غیږ نیونه کول ولي اوس یې اولادونه دا لوبه کوي.
واکسپاپ:پخواني غیږ نیوونکي
باید یاده کړل سي چي دغه لوبي ته د ډیورنډ فرضي کرښي د ها غاړي د وګړو ترڅنګ د هرات، فراه، هلمند، کندهار، غور، بادغیس، غزني، زابل، روزګان، نیمروز او شاوخوا نورو ولایتونو څخه غیږ نیونکي او نندارچیان راغلي وه.