خبرهای داخلی

دکاپيسا دعالمانو شورا رييس شهيد کړى شو .

دکاپيسا دعالمانو شورا رييس شهيد کړى شو .

دکاپيسا دوالي وياند قيس قادري وویل چې دکاپيسا ولايت دعالمانو شورا رييس مولوي ګل محمد حنفي له خپلوساتوونکو سره دکاپيسا ولايت دکوهستان ددويمې برخې له ولسوالۍ څخه دولايت دمرکز په لور روان و چې دلارې په اوږدو کې ددغې ولسوالۍ دخم روبا په سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره شهيد کړى شو .
قادري زياته کړه چې تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى او په دې برخه کې څيړنې او پلټنې پيل شوې دي .

نظر بدهید