خبرهای داخلی

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۵۸ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او يرغليزو عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول،دطالبانو د یوه تن سیمه يیز قوماندان په ګډون ۵۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شول او ۳۴تنه نور ټپیان شول.
دغه ګډ عملیات چې د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار،لغمان، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا، غزنی، ارزګان، فراه بادغیس، بلخ فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې ترسره شول له امله يې دننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ييز قوماندان فدایي په ګډون ۱۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي ، د هلمند ولایت د بولان په سیمه کې ۱۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د غزني ولایت د واغظ په ولسوالۍ او مرکز اړوند منګور و قره باغيو په سیموکې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۴ تنه ټپیان ، ۵ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د روزګان ولایت مرکز اړوند د زوړمکتب، یک لنګه ، یوله ، نچین ، یارکزیو او کفترخانې په سیمو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان ، د دښمن ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي .
دغه راز په دغو عملیاتو کې د تخار ولایت د اشکمش په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د کندز ولایت مرکز اړوند تلوکې په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان ، ۲ موټر سایکلونه او ۸ میله درنې او سپکې وسلې له منځه وړل شوي دي .
په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۱۲ چاڼیز او ۱۶خاص کوماندویي د هیواد په ۹ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۶ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.

نظر بدهید