خبرهای داخلی

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دروزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشوچې غوښتل يې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان يرغل وکړي .
دروزګان ولايت دپوليسو وايي چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يو وسله وال طالب دروزګان ولايت په يوه واټ کې دماين دځاى پرځاى کولو په وخت کې ووژل شو .
دغه ماين ښخوونکي طالب نن سهار دهغې ماين دچاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې دترينکوټ ښار دختيځ په يوه واټ کې ځاى پرځاى کړي .

نظر بدهید