خبرهای خارجی

د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو پوځي تمرينونو پيل

د امريکا او جنوبي کوريا د ځواکونو ګډ پوځي تمرينونه نن د لسو ورځو لپاره  پيليږي .

د دغو تمرينونو هدف د شمالي کوريا د احتمالي يرغليزو عملياتو په وړاندې دفاع بلل شوى دى.

 دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوريا وايي: امريکا او جنوبي کوريا په دغه هېواد د بريد په نخچه تمرين کوي.

دغه تمرينونه چې هر کال دوه ځلې ترسره کيږي، د قوماندانيو د جوړښتونو  د کمپيوټري کولو په شان دي.

 د شمالي کوريا يوې حکومتي ورځپاڼې ويلي دي چې امريکا په دغو تمرينونو سره په اور تيل شيندي.

په دغو تمرينونوکې ١٧ زره ٥٠٠ امريکايي پوځيان ګډون کړى دى.

 دا په داسې حال کې ده چې په تيرو تمرينونوکې پنځه ويشتو زرو امريکايي پوځيانو ګډون کړى و .

 د امريکا د دفاع وزير جيمز ماتيس ويلي دي چې په روانو تمرينونوکې د امريکايي ځواکونو کمښت له پيونګ يانګ سره په وروستي تاوتريخوالي پورې  اړه نه لري .

 شمالي کوريا اعلام کړى دى چې په آرام سمندرکې د ګوام په ټاپو بريد يې چې د امريکا يوه برخه شمېرل کيږي، څيړلى ده او دغه طرحه يې په راتلوونکو ورځوکې  بشپړوي.