خبرهای خارجی

يوه امريکايي بيړۍ سنګاپور ته څېرمه د تيلو د ليږدونې له يوې بيړۍ سره ټکر وکړ

د امريکا د سمندري ځواکونو يوه بيړۍ د سنګاپوراو مالاکا تنګۍ په ختيځ کې د تيلو له يوې بيړۍ سره  ټکر کړې ده چې له امله يې د بيړۍ لس تنه عمله بې درکه شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .

دغه پيښه تېره شپه په داسې حال کې رامنځته شوه چې دغه بيړۍ سنګاپور ته روانه وه.

 د لومړنيو رپوټونوله مخې: بيړۍ ته زيانونه اوښتي دي، خو دغه بيړۍ  د سنګاپور بندر په لور خپل حرکت ته دوام ورکړ .

  د امريکا سمندري ځواکونه وايي چې د بيړۍ د بې درکه شويو عملې د موندلو لپاره د سنګاپور او د امريکا د سمندري ځواکونو د پلټنې عمليات دوام لري.