فرهنگ و هنر

د پکتيکا پرون، نن  او سبا د سيمينار دويمه برخه په پکتيکا ولايت کې جوړيږي

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري پرون د پکتيکا له والي سره په کتنه کې د پکتيکا (پرون، نن او سبا) د سيمينار د دويمې برخې د جوړولو په باب خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د پکتيکا والي الياس وحدت د دې ترڅنګ چې دپکتيکا (پرون، نن او سبا) د سيمينار د جوړولو په خاطر چې لومړۍ برخه يې تېره اوونۍ په کابل کې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې له امله  قدرداني وکړه او دغه راز د دغه سيمينار د دويمې برخې د جوړولو په باب چې په نږدې راتلوونکې کې په پکتيکا ولايت کې جوړيږي، خبرې وکړې.

دغه راز د پکتيکا والي د يوشمېر تاريخي څلو د ترميمولو، د فرهنګي برخو د لازيات ښه والي او د هغې ساحې د سروې په باب چې په دغه ولايت کې د ملي پارک د جوړولو په خاطر په پام کې نيول شوې دي، ټينګار وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د پکتيکا د (پرون، نن او سبا) سيمينار د دويمې برخې د جوړولو لپاره چې په دغه ولايت کې جوړيږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تياريو په باب معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د تاريخي آبداتو ترميمولو او ساتنې ته  پاملرنه د خپل کار له لومړيتوبونو څخه بولي او په دې لاره کې پر له پسې هلې ځلې کوي.