خبرهای داخلی

لس تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

لس تنه وسله وال طالبان د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول.

د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري رسنیو ته وويل چې دغه طالبان  د تګاب ولسوالۍ د بشپړې تصفيې په بهيرکې ووژل شول.

په وژل شويو کسانوکې د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د تګاب ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال قاري عيدي هم شامل دى.

نظري زياته کړه چې په دغو عملياتوکې شل تنه نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان د والي وياند وايي: په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو، ملي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو، عامه نظم او د وګړني پاڅون د ځواکونو ګډ عمليات يوه اوونۍ مخکې پيل شوي و او په دې وروستيو وختوکې پاى ته رسيدلي دي او دښمن ته د سر د زيانونو په اوښتو سربېره د تګاب ولسوالۍ په بشپړه توګه  د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

په دغوعملياتوکې د وګړني پاڅون يومنسوب شهيد او يو تن بل ټپي شوى دى .

نظري وويل چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د تګاب ولسوالۍ له پاکولو

سره جوخت د بدخشان والي احمدفيصل بيګزاد، د بدخشان د ولايتي شورا  رئيس، د عالمانو شورا رئيس، د ملي امنيت  رئيس، امنيه قوماندان او د دغه ولايت د سولې د ولايتي کمېټې د رئيس په ملګرتيا د تګاب ولسوالۍ ته ورسيدل او د امنيتي ځواکونو او د سيمې د خلکو د هر اړخيز ملاتړ له امله  د مننې په ترڅ کې وويل: موږ د تګاب ولسوالۍ له ټولو خلکو څخه غواړو چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې وسله وال طالبان بيا دغې ولسوالۍ ته لاره پيدا کړي.

د بدخشان والي زياته کړه: موږ هڅه او هاندکوو چې دغه ولسوالۍ نور له ستونزو سره مخامخه نه شي او په دغه ځاى کې  دايمي امنيت تامين شي.

نظر بدهید