خبرهای خارجی

 دچين جمهور رييس :   په کورياټاپو وزمه کې سوله دامريکا او چين په ګټه ده .

Flags of the People's Republic of China and the United States flutter jontly at lamp post of Tiananmen Square, State visit by President Bush, November 2005, Beijing China

  دچين جمهور رييس شي جين پينګ دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ ته ويلي دي چې دشمالي کوريا دبحران دحل لپاره يوه سوله ئيزې لارې ته اړتيا ده

 دچين ټلويزيون ويلي دي ددواړو هېوادونو مشرانو تيلفوني اړيکې نيولي دي چې په هغه کې شي چين  داړوندو  لورو  دزغم او له تاوتريخوالي څخه د ډډې کولو غوښتنه کړې ده .

 دچين جمهور رييس ويلي دي دکوريا په ټاپووزمه کې سوله دچين او دامريکا په ګټه ده .

 روسيې هم دشمالي کوريا اوامريکادمتقابلو ګواښونوله امله انديښنه څرګنده کړې ده  او دروسيې د استازو دمجلس  يوه استازي دکوريا په ټاپووزمه کې دبحران دسخوالي په خاطر ددغه هېواد دتياريو خبرورکړ ى دى .

  دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف  دتاوتريخويالي  دکمښت لپاره له چين سره  دخپل هېواد دګډې طرحې خبر ورکړى دى .

  دالمان صدراعظمې انګلا مرګل هم ويلي دي چې دغه بحران دحل لاره نه لري ترامپ پرون وويل دشمالي کوريا داحتمالي اقدام په وړاندې دغبرګون لپاره دامريکا پوځي طرحه چمتو شوې ده .

ترامپ يو ځل بيا دګوام په ټاپو  دبريد دګواښ په باب دشمالي کوريا ته خبر دارى ورکړ او ويې ويل په هغه صورت کې چې ګوام ته کومه پيښه رامنځته شي شمالي کوريابه له جدي ستونزې سره مخامخ شي .

 شمالي کوريا څو ورځې مخکې ويلي و چې په ګوام ټاپو بريد څيړلي او طرحه يې په راتلونکو  ورځوکې بشپړيږي .

 دګوام  ټاپو دشمالي  کوريا په جنوب ختيځ کې په ارام سمندرګۍ کې موقعيت لري چې امريکا  پکې پوځي اډه لري .