خبرهای ورزشی

دافغانستان دغوره ليګ سيالۍ  پيليږي

دافغانستان دفوټبال غوره ليګ سيالۍ دپنجشنبې په مازيګر پيليږي .

 فوټبال په افغانستان کې لکه نورو هېوادونو هم زيات مينه وال لري چې دفوټبال دغوره ليګ  سيالۍ په علاقمندي  سره ګوري .

 په همدې حال کې ځينې کسان ددغوسياليو پيل ته سترګې په لاره دي .

 وليدل شي په دې پړاو کې چې پيليږي کوم  ټيم ددغوسياليو اتل کيږي ،  شاهين اسمايي ، توپان ، هريدود ، سيمرغ البرز، عقابان هندوکش ، ميوند ، اتلان ، سپين غر بازان ،  او داباسين  څپې  ټيمونه لوبې کوي .