خبرهای داخلی

  کوماندو ځواکونو په هلمند کې نشه يي توکي کشف او وسوځول

دهلمند ولايت دګرمسير  ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دکوماندو دځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې يوه اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپريدو سره ويلي دي دملي اردو دکوماندو ځواکونو دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ دسفر بازار په مربوطاتو کې په ځانګړو چاڼيزو عملياتو کې چې ترسره کړل له امله يې دوه انترنشنل موټرونه، يو رنجر ، ٣٠٠ کيلوګرامه اپين کشف او وسوځول شول . او دغه راز  يوثريا تيلفون، دهوشمند يو موبايل او يولب تاپ  کمپيوتر ترلاسه شوي او دغه ساحه دتروريستانوله شتون څخه پاکه شوه .