خبرهای خارجی

 دملګروملتوسرمنشي په وينزويلاکې دتاوتريخوالي دکمښت او دخبرو دپيل غوښتنه وکړه

  دملګروملتو سرمنشي په دې بيان سره چې دونيزويلا  بدلونونه  له نږدې څخه تر نظر لاندې لري ددغه هېواد حالت يې حساس اوبحراني وباله او دخبرو له لارې يې دټولو اختلافونو دلرې کولو په لاره کې د ټولو سياسي ډلو دهلوځلو غوښتنه وکړه .  دملګروملتو دسازمان سرمنشي وياند استفان دوجاريک د دوشنبې په ورځ ديوې خبرتيا په خپرولو سره وويل چې دى دوينزويلا روان بدلونونه ددغه هېواد په راتلونکې کې حساس او اغيزمن حالت بللى دى او دوينزويلا له ټولو خلکو  او سياسي ډلو څخه يې غوښتي دي چې په خپل هېواد کې دروانو تاوتريخوالو دکمښت په لاره کې ممکنې هلې ځلې وکړي .