خبرهای داخلی

جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستې مرستیالې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستې مرستیالې  الیس ویلز سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړه لورو په مهمو مسائلو له هغې جملې د سیمې او افغانستان په امنیت، له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو په اوږدمهالو مرستو او ملاتړ بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ د داسې بیړنیو مرستو په څرنګوالي هم  بحث وشو چې وکولای د افغانانو د امنیت او سوکالۍ لامل شي.

نظر بدهید