خبرهای داخلی

له ديرشو څخه تر څلويښتو تنو پورې ملکي وګړي په سرپل کې شهيدان شول

دلومړنيو رارسيدلو خبرونو له مخې ، د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې  د تيرو دريو ورځو  نښتو له امله دماشومانو ، ښځو او سپين ږيرو په ګډون  له ديرشو څخه  تر څلويشتو تنو پورې  ملکي وګړي شهيدان شوي دي .
دسرپل والي  محمد ظاهر وحدت په يوه خبري غونډه کې  دصياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ په کلي کې  دجګړو له امله  د رامنځته شوي ناتار په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې ډار اچوونکو  ددغې کلي  په نيولو سره په بيرحمانه ډول دملکي بې ګناه خلکو په وژنې  لاس پورې کړ.او تراوسه پورې يې  له ديرشو څخه تر څلويښتو تنو پورې ملکي وګړي  چې ماشومان ، ښځې او بوډاګان پکې شامل دي شهيدان کړي دي او دغه راز  جوماتونوته يې او راچولي دي .
وحدت زياته کړه  موږ  خپلې وروستۍ  هلې ځلې ترسره کړې  چې دزيات انساني ناتار مخه ونيسو او په دغه ښار کې  ميشت ځواکونه مو په دوو برخو کې ساحې ته واستول او له مرکز څخه مو  دهوايي  او ځمکنۍ مرستې غوښتنه وکړه خو تراوسه پورې  کومه مرسته نه دي شوي  او د ځواکونو  دنه رسيدو او دبادغيس ، فارياب او نورو ولايتونو څخه ددښمن  دراټوليدو په دليل  دميرزا اولنګ کلي  ددولت له کنترول  څخه  ووت .
ويل کيږي  چې په لسګونو کورنۍ داستوګنې له کورونو څخه وتلي دي او خوندي سيمو ته يې  پناه وړې ده .
وحدت زياته کړه موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې ددغې کلي  دبيرته نيولو لپاره  ډير ژر  اقدام وکړي  له دې پرته به  دسرپل ښار  له لاسه وتل له تصور څخه لرې نه وي .