تکنالوژی

کوچنیان او نوې ټېکنالوجي

د ټیکنالوژۍ استعمال د کوچنیانو د زیرکتیا په ډېروالي کې مرسته کوي، خو له حده ډېره کارونه یې په ماشومانو کې اوتېزم ( آروایي ګډوډۍ) رامنځ ته کوي.

په دې  وروستیو کې یوه مشهور ارواپوه ویلی، چې د ټیکنالوژۍ استعمال په کوچنیانو کې د خپل منځۍ خواخوږۍ کچه راکموي..

دغه آرواه پوه مک ګریل کرایست وایي ((ما له ځینو ښوونکو سره خبرې وکړې. دوی وایې چې یو پر درېیمه برخه زده کوونکي یې نشی کولای چې  دنورو د څیرې حالتونه او احساسات درک کړي.))

آرواپوهان ددې ستونزې  دلیل دماشومانو دژوند د ډول بدلون، او د تکنالوژۍ ډیر استعمال بولي.

آیان مک ګریل کرایست وایي(( دهغو پنځه کلنو ماشومانو شمیر په زیاتیدو دی چې نشي کولای د یو چا حالت د هغه له څیرې نه وپیژني او ورسره خواخوږي ښکاره کړي. تیرو نسلونو ماشومان داسی نه وو.))

ده په تلګراف مجله کې دې ټکې ته اشاره کړې چې(( ددې وخت ماشومان د تیر په پرتله، ډیر وخت په مجازي نړۍ کې تیروي او د واقعي نړۍ غوندې له ژوند سره نه مخ کیږی.))

مک ګریل کرایست وایي چې دوی له یو بل سره د لوبو په کولو، موبایلونو ته ګوري. په مخکی وختونو کې به ماشومانو په ګډه لوبې کولې او ټولنیزې تجربې او مهارتونه به یې زده کول.

په دې ستونزه کې د کورنۍ د ژوند بدلون هم بې اغیزې نه وي. مور او پلار یې غواړي ډیرې چارې ترسره کړي او هر یوه ته ځان ورسوي. دا مهال نو ماشومان یا له تلویزیون او یا هم له ځیرکو موبایلونو سره وخت تیروي. دا ستونزه په رښتیا هم دې اندیښنې وړده.

((اوتیزم)) بیلابیلې نښې لري. دا ډول ماشومان یواځې په خپل ځان کې پاتې کیږي او بیلابیل ټولنیز موقعیتونه نشی درک کولای.

ځېني پوهان فکر کوي چې ستونزه تر دې هم پیچلې ده.

په دورهام پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټره ((نادیا رایسلند)) هم، د مک ګریل کرایست خبره تاییدوي، او وایې چې: داحساساتو په بیان کې ستونزه او له خپل فرهنګ نه لیرې والی یې هم بدې پایلې کیدای شي

نظر بدهید