خبرهای ورزشی

د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې د نبي لوبډلې د راشد لوبډله ماته کړه

د کارابین کرکټ‌ لیګ سیالیو کې د اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز لوبډلې د ګیانا امازان واریریز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

محمد نبي په اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز کې لوبیږي‌ او راشد خان بیا د ګیانا امازان واریریز لوبډلې سره لوبه کوي .

د لوبې پچه د اس ټي کیتس او نېویز پاېټریاتز لوبډلمشر وګټله او توپ اچوونه یې وکړه.

 د امازان واریرز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.

محمد نبي په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځاوه،‌ خو یوازې یې ۱۷ منډې ورکړې او یو کیچ یې هم ونیوه. د پایټرایاتز لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اورونو کې پوره کړ.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

دا لوبې د امریکا د فلورېډا په ایالت کې کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د کاربین کرکټ لیګ سیالیو کې افغان لوبغاړي لوبه کوي.