فرهنگ و هنر

ددارالمان ماڼۍ دمعياري داصالت ساتنه دپاملرنې وړ ده .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دکار بهير وکوت .
دباختراژانس دخبرله مخې ، ددارالامان ماڼۍ دشاه امان الله غازي په زمانه کې جوړه شوې ده دتاريخ په اوږدوکې دناوړو پيښو ډګر دى .
دغه ماڼۍ څو ځلې په پيښو کې ويجاړه او اور يې اخستې دى .
په وروستيو کلونوکې دغه ماڼۍ په کورنيو جګړو کې په بشپړه توګه ويجاړه شوه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دښار او کور جوړولووزارت ته لارښوونه وکړه چې دغه ماڼۍ بيا جوړه کړي چې ددغې ماڼۍ دبيا جوړلوکار پيل شوې دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د دغه وزارت دبودجې او ګرځندوى دچارو ستر سلاکار سيد رضا حسيني ددغې تاريخي او دشاه امان الله خان ديادګار دماڼۍ دبيا جوړولو دکار بهير وکوت .
دښار او کور جوړولو وزارت سلاکار او ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې آمر ډاکتر سيد رضا حسيني خبرې وکړې او وي ويل چې دماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې لومړى او دويم پړاو بشپړ شوى دى او هغه څه چې ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې په تطبيق کې مهم دي دهغې دتاريخي اصالت ساتنه ده .