خبرهای ورزشی

معین علي په ټیسټ لوبو کې هيټرک وکړ

معین علي پاکستاني الاصله انګلینډي لوبغاړي د جنوبي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې هېټرک وکړ.
دا له ۱۹۳۸ کال نه راوروسته د انګلینډ لومړی لوبغاړی شو چې په تيسټ لوبه کې هیټرک کوي.

انګلنډ له جنوبي افریقا نه د روان ټسټ سیالیو درېیمه لوبه هم وګټله او د څلورو سیالیو لړۍ یې ۲-۱ کړه.

د انګلنډ او جنوبي افریقا ترمنځ د ټست وروستۍ لوبه د اګست په څلورمه د جمعې په ورځ ده. په درېیم ټست کې د انګلنډ پاکستاني الاصله ورو توپ اچوونکي معین علي د جنوبي افریقا درې وروستي لوبغاړي په دریو توپونو وسوځول.

انګلنډ په دغه ټست کې په اولې پاڼۍ کې ۳۵۵ او په دویمې پاڼۍ کې ۳۱۳ منډې وکړې، خو افریقا په اولې پاڼۍ کې ۱۷۵ او دویمې کې ۲۵۲ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله. انګلنډ افریقا ته د ۴۹۲ منډو هدف ورکړی و.

د ټیسټ دا لوبې په انګلینډ کې تر سره کېږي.

نظر بدهید