تکنالوژی

د انټرنیټي امنیت کې سنګاپور تر نورو وړاندې

د ملګرو ملتونو په هغه سروې کې چې د نړۍ د هېوادونو د انټرنیټي امنیت په اړه شوې وه راغلي چې د سنګاپور د انټرنیټي امنیت تر نورو هېوادونو پیاوړی دی.

د نړۍ د ډېر بډایه هېوادونو د انټرنیټي امنیت یا سایبر سیکوریټي کې لا هم ځېنې خلاوې شته دی

د ملګرو ملتونو د نړیوال تلیکام د ټولنې له خوا په ترسره شوې سروې کې ویل شوي بډايي توب د انټرنیټي جرایمو لپاره انګیزه برابروي.

“په ډیرو هېوادونو کې لاتراوسه هم د سایبرسیکوریټي په هکله د معلوماتو له پلوه او هم یې په مقابله کې د مناسبو ستراتیژیو د عملي کولو د نشتوالي د ظرفیت په برخه کې ښکاره خالیګاوې موجودې دي”

د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د ټیلیکام د ټولنې له خوا د شوې سروې په شاخص کې دوېیم ځای لري خو ډير شمیر نور هغه هېوادونه چې په دې برخه کې ښه ښودل شوي، کوچني او له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دي.

په لسو غوره هېوادونو کې مالیزیا، عمان، استونیا، موریشیس، استرالیا، ګرجستان، فرانسه او کاناډا شامل دي. روسیې یوولسم، هند پنځه ویشتم او چین څلور دیرشم مقام خپل کړی دی.

دغه درجه بندي د هيوادونو د حقوقي، تخنیکي او اداري بنسټونو ، د دوی د تعلیمي او تحقیقاتي وړتیاوو او د معلوماتو د شریکولو له شبکو سره د دوی د همکارۍ پربنا ترسره شوې.

په سروې کې ویل شوي” سایبرسیکوریټي داسې یو محیط زیست یا ایکو سیستم دی چې قوانین، ادارې، مسلکونه، همکاري او تخنیکي تطبیقات باید د موثریت لپاره په کې سره هماهنګ وي”.

د سروې په بلې برخې کې ویل شوي” د شبکو ترمنځ خپل منځي اتصال ته په کتو سره ویلی شو چې هر شی افشا کیدی شي او له ملي مهمو تاسیساتو رانیولې تر ابتدايي انساني حقونو پورې له هرشي څخه ناوړه ګټه اخیستل کیدی شي”.

په سروې کې راغلي چې د سایبرسیکوریټي لپاره اولني اساسي قدم د یوې ملي امنیتي ستراتیژۍ جوړول دي، چې پنځوس فیصده هېوادونه دغه ډول کومه ستراتیژۍ نه لري.

د هغو هېوادونو په جمله کې چې د خپلې اقتصادي ودې په پرتله یې انترني دفاع ښه ده، یوهم شمالي کوریا ده چې د هسپانیې په څېر له بډایه هیواد څخه یې لوړ مقام خپل کړی.

د اندورا، لختن اشتاین او موناکو په څېر یو شمیر کوچني بډایه هیوادونو هم ښه نه دي ځلیدلي.