تکنالوژی

افغان زده کوونکو د روبات په سیالیو کې د سپينو زرو میډال کټلي

د فرسټ ګلوبل روباتونو په سیالیو کې افغان نجونو د سپينو زور مډال خپل کړ.
هغه مسابقې چې د امریکا په واشنګټن ښار کې جوړې شوې وې، په افغان ټیم کې شپږ نجونې وې، چې د زړه ورتیا په برخه کې یې د سرو میډال وګاټه.
د روباتونو دا سیالۍ چې درې ورځې یې دوام درلود تېره ورځ سه شنبه پای ته ورسېدلې.
دوی وایې: مهمه نه ده چې موږ سیالۍ ګټو او که بایلو یې، خو ښه خبره داده چې د افغانستان یو مثبت لوری او اړخ نړیوالو ته وړاندې شي.
د افغانستان لوبډله د ۱۶۳ هیوادونوله زده کوونکو په دې سیالو کې برخه اخسیتې وه، چې په دوی کې د مصر، یمن، سوریې، عراق او افغانستان ټیمونه شامل وه افغانستان په د دوی په منځ کې ۱۰۰ ځای خپل کړ.


په دې سیالیو کې د افغان زده کوونکو ډلې ته زیات پام وه، ځکه علت یې هغوی ته د ویزو نه ورکول وه، خو رورسته امریکایي ولسمشر ټرمپ په سپارښتنې او امر سره هغو ته ویزې ورکړل شوې او دوی په دې سیالیو کې برخه واخستله.
د نړۍ له لر او بره دې سیالیوته زده کوونکي ورغلي وه، چې لومړی ټیم د اوروپا وه او ۴۴۳ لمبرې یې وړې وې، دوهم د پولنډ او درېیم هغه د اسرایلو وه.
په دې سیالیو کې امریکا ۱۵۵ ځای درلود.
د سیالیو په وروستۍ ورځ دې افغان زده کوونکو د ولسمشر ټرمپ له لور ایوانکا ټرمپ سره لیدلي دي. ایوانکا دغو افغان نجونو ته ښه راغلاست ویلی او دوی ته یې د لا بریا هیله کړې ده.