چهره ها

ښاغلی ننګیالی بڅرکی

لیکوال، شاعر علمي او فرهنګي شخصیت پر هیواد او خلکو مین ننګیالی بڅرکی.
نوموړی د ۱۹۵۳زیږدیز کال د جون میاشتي پرلومړۍ نیټه، چی د۱۳۳۲لیږدیز کال دغبرګولي له ۱۰مي نیټې سره سمون خوري د کندهارښار د لرګو ګنج د بي بي حوا په کوڅه کي په یوه روڼ اندې، سیاسي اومبارزه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې چي پلاراونیکه ئې د ویښ زلمیانو غورځنګ مشهور او نامتو غړي وو او د ولسواکۍ لپاره یې د ملي مبارزې په پلوۍ د هغه وخت حکومت له خوا ونیول شول او زنداني شول.
د ښاغلی ننګیالی بڅرکۍ پلار ارواښاد محمد علم بڅرکی نومید، چې د ویښ زلمیانو د غورځنګ بنسټ ایښودونکو او فعالینو له ډلې و.
برسیره پردې د پښتو ژبې مشهورلیکوال و چې ډیر علمي آثاریې په پښتو ژبې لیکلي او یا یې هم د نورو ژبو نه پښتو ته ژباړلي وو.
ښاغلي ننګیالي بڅرکي خپلې لومړنۍ زده کړې د کندهار په محمودطرزي لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي وروسته بیا د کندهار د البیروني لېسه کې شامل شو او تردولسم ټولګي پورې یې هلته زده کړې وکړې. وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې یې د لیسانس B.A) او ما ستري (M.A)ترکچې پورې زده کړې وکړې چې لارښود استاد یې د پښتو ژبې نامتوپوهاند ښاغلی ډاکټر مجاوراحمدزیارو.

ښاغلي ننګیالي بڅرکي په هغه وخت کې چې لا د کندهارپه البیروني لیسې ( های سکول ) کې زده کوونکی و په لیسه کې د زده کوونکو له خوا د کنفرانسونو دمشر په توګه ټاکل شوی و. همداراز ددغې لیسې په علمي جریدې کې دده مقالې لیکل کیدلې.
د کندهارد طلوع افغان ورځپاڼې د یوې صفحې د لیکلواو مضامینو د راټولولو چارې دده پر غاړه وې . همدارازده په هغه وخت کې په سیاست کې هم مهمه ونډه درلودله او د مظاهرو او لاریونو نو له لارې یې دخپلو محرومو ولسونو غږ بورته کاوه .

رسمي او دولتي دندې :
ښاغلي ننګیالي بڅرکي د سرتیرۍ د دورې تر تیرولو وروسته د هیواد په ورځپانې ، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت ، دافغانستان دلرغون پیژندنې په ریاست او دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ کې په علمي ، فرهنګي اونشراتي برخو کې دندې تر سره کړي دي .
بهرنیو هیوادونو ته سفرونه :
ښاغلي ننګیالي بڅرکي ځیني علمي سفرونه هم کړي دي چې په دغو سفرونو کې لاندنیو هیوادونو ته تللی دی: روسیه ، پاکستان ، ازبکستان او د بلغاریې هیواد.
په کابل کې دډاکټر نجیب الله دحکومت تر نسکوریدو وروسته یې په کابل کې دحاجی ګردي په سرای کی په خپل شخصي لګښت داڅکزوځوانانو لپاره دلیک لوست دزده کړی کورسونه جوړ کړل چی د اڅکزو دوکاندارانوبرسیره،دکابل هغه دوکانداران چی دسواد زده کړی نه بې برخې ول هغه هم ددې کورس غړی شول ،چی په دوی کی دکابل ترافیکو پولیسانو ډیره ونډه درلودله اود ترافیکو ډیرو پولیسانو ددغو کورسونو له برکته لیک لوست زده کړ.
جنوبي پښتونخوا ته مهاجرت :
ښاغلي ننګیالی بڅرکی په جنوبي پښتونخوا کې د مهاجرت په شرایطو کي لاندیني کارونه تر سره کړي دي :
۱-داحمدشاه بابادعلمي – ادبي ټولني بنسټ ایښودل اودهمدغه علمي ادبي ټولني دمشر په توګه ددندې تر سره کول
۲- دپښتود زده کړی دکورسونو جوړول .
۳- دساینس اوکانکور دزده کړې کورسونو جوړول .
۴- دعبدالحی حبیبي په نوم لیسې جوړول .
۵- په کوټه کې دنجونودپاره لومړنۍ زده کړې برابرول چې په همدې لړکې یې ۲۱ښوونکوته دتنخواه زمینه برابره کړه.
۶- د ملي هنداري داونیزې جریدې خپرول او دکوټي پهر هغو دو کاندارانوباندې دهغو ویشل چې دپښتو ژبې سره یې مینه درلودله .
۷- په تلویزیون کي دوږمې دفولکلوریک پروګرام مخته بیول.
۸- په کوټه کی داحمدشاه بابا دکلیزوپه نوم سیمنارونه،
دښاغلي ننګیالي بڅرکي لیکلي آثارچې چاپ شوی دي دادي :
۱- دکندهارفولکلور
۲-دافغان -انګلیس په دریوجګړو کي رزمي ادبیات،
۳-دمعاصر افغانستان تاریخ
۴- دپښتولرغونی تاریخ
۵- د محمدعلم بڅرکي دژوندځینی برخي
۶- دوخت احساس اودزړه آواز
۷- دپښتوادبیاتوښوونیزکتاب
۸- کتاب دری برای صنف هفتم درمناطق پښتوزبانها
۹-کتاب دري برای صنف ششم
۱۰ – دلومړۍ ، دویم ،دریم،تراتم ټولګي پورې درسی پښتو او فارسي کتابونه
چاپ ته تیار کتابونه :
۱- دپیروزې ناول
۲- د شهیدې ستارې ژوند
۳- دساجدې بڅرکې ژوند ځینې برخې
۴- پښتو په لرغونو آریایې ژبو کې
ښاغلي ننګیالی په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې دهالینډ ( نیدرلینډ ) هیواد ته مها جرشوی دی ،ده دخپل مهاجرت په وخت کې هلته داحمد شاه بابا په نامه ټولنه جوړه کړه چې مشري یې دده پر غاړه ده چې دغې ټولنې د ملي هیندارې په نامه یوه رساله هم خپره کړه او احمد شاه بابا په نوم یې یوه ویبپاڼه جوړه کړه چې دبابا سینټر(www.baba-center.com ) نومیږي . ښاغلي بڅرکی ددغې ټولنې له خوا دافغانستان ملي او تاریخي ورخې او غونډې او سیمینارونه جوړوي .
ښاغلي ننګیالي بڅرکي دخپلو علمي او ادبي هلو ځلو په برکت داپه هالینډ کې دافغانستان دسفارت او هم دهالینډ دهیواددمقا ماتو له خوا ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي .
ښاغلي ننګیالی بڅرکی نه یوازې زما دفیسبوک ملګری دی ، بلکې دډیرې مودې راپدیخوا دنوموړي سره آشنایم او زما دنږدې دوستانو نه دی . دی یو مهذب ، هیوادپاله ، پر خپلو خلکو او هیواد مین او صادق او ریښتوني شخصیتاو تکړه لیکوال دی ، زه دده پر ملګرتیا ویاړم او ده او دده درنې کورنۍ ته دلا زیاتو خوشالیو او بریاوو هیله کوم :
نوټ : په لاندیني لینک کې په هالینډ کې دبابا سنټر دویبپاڼې لینک ستاسو سره شریکوم چې دښاغلی ننګیالي بڅرکي له خوا خپریږي :