ورزش

افغانستان د ۶۳ منډو په توپير ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لومړۍ هغه افغانستان وګټله.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې جوړې کړې. ویسټ انډیز لوبډلې ټاکلی هدف پوره نشوای کړه او ټوله لوبډله په ۱۴۹ منډو له میدانه ووتله.

په افغان لوبغاړو کې جاوید احمدي ۸۱، ګلبدین نایب ۴۱، محمد نبي ۲۷، سمیع الله شینواری ۲۲، رحمت شاه ۱۷، افسرځاځي ۱۳ او لوبډلمشر ۲ منډې جوړې کړې.

دا لومړی ځل دي چې افغانستان په یوه ورځنۍ نړیوالې سیالۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکوي، تر دې وړاندې یو ځل ۲۰ اوریزه لوبه هم ترې ګټلې ده.

په افغان بالرانو کې راشد خان تر ټولو ښه وځلېده، نوموړي د سیالې ډلې اووه لوبغاړي له مخې لرې کړل. چې ۵ یې یو په بل پسې وه. د لوبې غوره لوبغاړی هم دی شو.


دولت ځدراڼ ۲ او ګلبدین نایب یو لوبغاړی و سوځاوه.

د سیالې ډلې توپ اچونکي ښه منظم په مخ لاړل، خو منډې جوړونکي یې په دې وتونېدل چې ټاکلي ۲۱۳ هدف پوره کړي.

د افغانستان او ویسټ انډیز دویمه یوه ورځني لوبه د(جون ۱۱) د یکشنبې ورځ په سیمه اییز وخت ماسپښین ۲ بجې ده.