موسیقی

عبدالرشید اندخویي

عبدالرشید اندخویي په شمال کې زیات شهرت لري ولې استوګنه یې په کابل کې ډېره وه.
نوموړی د شیربای زوی او مراد خان لمسی په ۱۳۰۵ کال اندخوی ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
ښاغلی”حضرتقل خان دلیل“ چې دې شمالي سیمې په کچه یو منلی موسیقي پوه ده د عبدالرشید په اړه وايي:
عبدالرشید خان اندخویي د موسیقي په ډګر کې د خدای بښلي ”استاد فرخ افندی“ شاګرد وه، چې نوموړی له آره ترکی وه بیا یې وروسته د افغانستان تابعیت واخیست.
فرخ افندی د غربي موسیقي له لومړنیو استادانو څخه شمېرل کېږي چې افغانستان ته راغی اوعبدالرشید خان اندخویي له هغه نه اکاردیون او نوتیشن زده کړل.
استاد اندخویي د اکاردین او دوتار په غږولو کې زیات مهارت درلود.
دوتار یې له”کمال خان اندخویي“ نومي هنرمند څخه زده کړی وه او شخصا ده ترکي او اوزبکي سندرې په ډېر ښه انداز سره کمپوزولې او د دوستانو په بنډارونو کې یې ویلې.
محمد شفیع عظیمي چې د ظفر موسیقي ډلې یو نوموتی غړی وه، ښاغلي اندخویي له هغه سره په دې ډله کې زیاته همکاري او مرسته او ترکي سندرې به یې په مستقیم ډول له رادیو افغانستان څخه خپرېدلې.
ښاغلی محمد شفیع عظیمي د هنرونو له پوهنځي څخه فارغ شوی او هملته یې د استاد په حیث کار کړی چې اوس په هالنډ کې استوګن ده.
استاد عبدالرشید اندخویي له دری، پښتو، ترکي، ازبکي او ترکي ژبو سره پوره اشنا ده او پوره خبرې پرې کوي .
ښاغلی عبدالرشید د هنرمندانو په منځ کې د ښه شخصیت او سابقي خاوند دی.