ورزش

د هېواد د کرکټ ټيم ويسټ انډيز ته روان شو

د هېواد د کرکټ ملي ټيم ويسټ انډيز له ټيم سره د لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د هېواد د کرکټ لوبغاړي له کوربه ټيم سره په راتلوونکې اوونۍ کې د ويسټ انډيز په بېلابېلو ښارونو او لوبغالوکې درې  ٢٠  آوره  او درې  ٥٠ آوره لوبې ترسره کوي چې د دغو لوبو بهير به په  ژوندي ډول خپور شي .
د هېواد د کرکټ ملي تيم به د سه شنبې په ورځ د رسمي لوبو له پيل کيدو مخکې  د ويسټ انډيز له ټيم سره د باسيتر ښار په ورزشي لوبغالي کې د ويسټ انډيز له ټيم  سره يوه دوستانه لوبه ترسره کړي.
د ويسټ انډيز د کرکټ ټيم د ٢٠١٦ ميلادي کال د کرکټ په نړيوال جام کې له افغانستان پرته ټولو ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره د لوبو د دغه پړاو جام وګاټه.
ويسټ انډيز د هغو ټاپوګانو مجموعه ده چې هره ټاپو خپل پايتخت لري.
ويسټ انډيز  واحد او ګډ پايتخت نلري .