خبرهای داخلی

جمهوررئیس غني یو ځل بیا په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په راوړلو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې تېر ماښام په ارګ کې  د امنیتي سکتور په بنسټونو کې د اصلاحاتو په بهیر بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح او د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم په دې غونډه کې حضور درلود، د اصلاحاتو او په یو بورډ د امنیتي سکتور بنسټونو د اصلاحي بورډ د ادغام په اړه بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د امنیتي بنسټونو د لوړ پوړو افسرانو د ترفیع او د هغوی د روغتيايي چک په موخه دې مشحصه طرحه او پالیسي جوړه شي او همداراز،  د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دندو د اجرا په موخه د جګپوړو قوماندانانو او افسرانو د ځانګړنو د تشخیص لپاره دې طرحه جوړه شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس یو ځل بیا په امنیتي سکتور کې د لازمو اصلاحاتو په راوړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د امنیتي بنسټونو د چارو شفاهي فرهنګ باید په  لیکلي او عملي فرهنګ بدل شي.