خبرهای خارجی

هند  دبالستيک توغندي ضد ډال آزمايښت کړ

هند نن دبالستيک توغندي  ضد  دفاعي ډال  ددغه هېواد په ختيځ  داوديسا په سواحلو کې  ازمايښت کړ.

دهندددفاعي پراختيا  او تحقيقاتوسازمان په يوې وينا کې اعلام  وکړ چې دغه

توغندى نن سهار  اوديسا ته څيرمه  دعبدالکلام له ټاپو څخه وتوغول شو.

دغه دوه پړاويز او اتومات توغندى چې پرمختللى او دهدف نيولو سيستم لري  وکولاى شو په برياليتوب سره په هوا کې  په نظر وړ هدف ولګيد.

دغه دفاعي ډال په هوا کې ددښمن دتوغنديو دويشتلو په مقصد او له ځمکې څخه ٥٠ کيلومتره لوړ کارول کيږي .

هندپرون هم  دپيناکا په نامه د کشفي توغندى  په برياليتوب سره آزمايښت کړ.

هند دغه راز تيره مياشت  داګني _ ٥ وچه ويشتوونکى اټومي توغندى  په برياليتوب سره آزمايښت کړى و.

دهند دتحقيق اوپرمختيا سازمان  ددغه هېواد دراکټي پروګرام دپراختيا مسووليت په غاړه لري.