موسیقی

لطیف جان بابي او موسیقي

لطيف جان بابى په (١٩٥٤ ز. کال د ډيسمبر پر لومړۍ نېټه) په کندهار زېږېدلى دی. لطيف بابى  د تيرو څلويښتو کالونو راهيسې له موسیقۍ سره دوستانه پیل کړې ده.

نوموړي تکړه تبله غږونکی، خوږ ژبې سندرغاړی او یو ښه کمپوزر دی. د سندرغاړۍ سره سره شاعر هم دی چې تر اوسه یې لس شعري ټولگې چاپ شوي .

ښاغلي لطیف بابي په مشرقي ښوونځۍ،احمد شا بابا لېسه او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځۍ په پښتو څانگه کې يې زده کړې تر سره کړيدي.

ښاغلی لطيف بابى د کندهار د وتلو فوټبالرانو څخه و چې د برېښنا د ټيم د لومړنيو لوبغاړو سره يوځای لوبېده . بيا د ځوانانو ټيم ته ولاړ او بيا د آريا د ټيم مشرتابه ورپه غاړه شوله . په ١٩٧٩ز.کال کې د کندهار ولایت ملي ټيم سره کابل ته ولاړ او د ټولو ولايتونو په گډ لوبلړیز( ټورنمنټ) کې يې برخه واخیسته او هماغه يې وروستۍ لوبه وه. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو د ١٩٨٠ز. کال د اپرېل په مياشت کې له کابل څخه کندهاربيا کوټې او بيا کراچۍ ته کډوال شو . څه موده وروسته له هغه ځای څخه امريکا ته ولاړ .

ښاغلی لطیف جان بابی د منځينيو ښوونځيو ښوونکی دی او د زده کړيالۍ پر مهال د پښتو ډرامو سره لېوالتیا ښودله او په هم مهال يې د کابل څخه په راډيويي ډرامو کې برخه اخيستله. تر فراغت وروسته يې د کندهار په البېروني لېسه کې د يو کال لپاره ښوونکى و. د خلقيانو په واکمنۍ کې په جزايي توگه د کشک نخود ايوب خان لېسې ته واستول شو له هغه ځایه د ښاغلي حميد جليا په غوښتنه راډيو ټلويزيون ته لاره ومونده او هلته يې د لوبگرۍ (تمثيل) تر څنگ سندرې هم ووېلې. لطيف جان بابي هم د خپل پلار څخه په پټه سندارا ته مخه کړې وه . کله کله به یې تبله هم وهله او غږیزې به يې جوړولې، خو بنسټيزه سندارا يې په کال ١٩٧٨ زېږديز کې د استاز قاسم جان څخه د ديلروبا عالې په غږولو سره زده کړله دا مهال په البېروني ښوونځۍ کې ښوونکى و . ښاغلي بابي لومړى ديلروبا غږوله بيا يې باجه زده کړله او ورسره یې تمبور د خداى بښلي تور تمبوري څخه زده کړل.

ښاغلي بابي تراوسه د سندارا پوهنې په برخه کې ډېر مسلکي اثار لیکلي دي او په ځانگړي توگه یې د پښتنو سندریزه کولتور باندې جوته رڼا اچولې . ښاغلي بابي د ژبپوهنې په برخه کې هم څه لیکلي نښېرونه کاږلي او همدارنگه یې د لوی افغانستان پخواني تاریخ باندې هم خپل قلم آزمویلی او تر اوسه یې ۳۷ اثار د کتاب په بڼه خپاره کړي .

په ١٩٨٩ ز .کال د گډو ښوونکيو فدرېشن (United Teacher Federation) لخوا ستاينليک او مډال ترلاسه کړ. او جوليان(عکسونه) يې د همدې فيډرېشن په ورځپاڼو کښي خپاره شول. لطيف جان بابى يو له هغو سندرغاړو څخه دی چې څه زده کوي هغه باندې څېړنه هم کوي . لکه څنگه چې پخپله هم وايي ٫٫ زه نښېرونه (اثار) لیکم چې راتلونکو پښتنوکهولو ته ليکلي يادښتونه پاته شي٬٬.

د لطيف بابي ډېری سندرې د ولسي رومانتیکو سندرو يا مينه ييزه سندرو بڼه لري او هم يې د دود له مخې ډېری ولسي هېوادنۍ سندرې وېلي دي . تراوسه يې ديارلس د اورېدنې صوتي ټولگې دي او يوه انځوریزه سندره يې هم جوړه کړې او ټول يې خپاره شوي دي .

د ښاغلي لطیف جان بابي چاپ شوی اثار:

  1. سندارا او سندره(Music and Song) چاپ
  2. شپېلۍ(Flute)چاپ
  3. باجه(harmonium) چاپ
  4. تبله(Tabla) چاپ
  5. شانۍ(Shawn,royal reed) چاپ
  6. ساز(Harmonica) چاپ
  7. سيتار(Sitar) چاپ
  8. راگونه(Ragas) چاپ
  9. سرگم پدنياني(دوه زره راگونه) چاپ
  10. تالنده او برېښنا(شعري جونگ/ټولگه)
  11. جکړ(شعري جونگ/ټولگه)
  12. کړاو او ناورين(شعري جونگ/ټولگه)
  13. سونگا او رينگټ(شعري جونگ/ټولگه)
  14. يادگار(شعري جونگ/ټولگه)
  15. رنځړې څړيکې(شعري جونگ/ټولگه)
  16. تپوس او غبرگون(شعري جونگ/ټولگه)
  17. د خپلواکۍ سوغات(شعري جونگ/ټولگه)
  18. گلپاڼي(شعري جونگ،ټولگه)
  19. خوږمن گرېز(شعري جونگ/ټولگه)
  20. نغوتي او نغوږي(پښتو دوه ييزي/مثنوي)
  21. نغوتي او نغوږي(دوهم چاپ)
  22. زړتښت او اويستا چاپ
  23. پښتو او اويستا وييښود(قاموس) چاپ
  24. پښتو او زند وييښود(قاموس) چاپ
  25. انديځ ويونه(هممانيز ويونه،مترادف لغات)چاپ
  26. ويوې او وراشې چاپ
  27. ويونه او ريونه چاپ
  28. زړه پښتو په انگرېزي کې چاپ
  29. پخوا او نن(لومړۍ برخه)
  30. پخوا او نن(دوهمه برخه)
  31. پخوا او نن(څلورمه برخه)
  32. پښتو نومښود(لومړى چاپ)
  33. پښتو نومښود(دوهم چاپ د زياتونو سره)
  34. پښتو نوم(Pashto Noun) چاپ
  35. پښتو په انگرېزي مصدري وييښود(قاموس)چاپ
  36. ښتو په انگرېزي وييښود(قاموس) دوهم چاپ
  37. پښتو مصدرونه او د گردانولو رودې.

د ښاغلي لطیف جان بابي نانچاپ اثار:

  1. پخوا او نن(څلورمه برخه)
  2. زاره ترکې آوېجه او زړه چاودى ولس
  3. راگونه او رنگونه
  4. راگچاڼ
  5. سنداريز(Vocal)،سندريز((Musicalاو ريشيز(poetical)وييښود(قاموس)
  6. لغړه پښتو(قاموس)
  7. د ويونو او ريونو گنجۍ
  8. ځلاند ستوري د سندارا(موسيقۍ) پر آسمان
  9. لنډکى کړکيښ او اوږدکى وييکيښ(زر مخه تاريخ)
  10. ريشين مشين(د شاعرۍ ماشين)

نظر بدهید