چهره ها

ښه ویاند او غوره شاعر کمال الدین مستان

کمال الدین مستان د جمال الدین زوی ، په ۱۳۳۷ لمریز کال د لوګر ولایت څرخ علاقه داری، په شش کلا نومي کلي کې په یوه بزګریزه کورنۍ کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ، منځنۍ او ثانوۍ زده کړې یې په پلرني ټاټوبي او د لوړو زده کړو لپاره کابل ته راغی او د ادبیاتو له پوهنځی څخه فارغ شو.
نوموړي له هماغه وړکتوبه له شعر او شاعري سره مینه درلوده .
دندې:
مستان صاحب د روغتیا، زیری، هنر، فرهنګ مردم او د آواز مجلو چلوونکی یا قلمي همکار پاته شوی او همدارنګه د کلنی(سالنامی) آمر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د نشراتو د لوی ریاست، د ادبی د یپارتمنت مشر، د همدغه وزارت د ارزیابی د څانګی آمر، د ملي رادیو تلویزیون د نطاقانو د اداری مشر، د بی بی سی د نوي کور نوی ژوند د کارمند په تو ګه یې کارونه کړي دي.
کمال الدین مستان اوس د ملی رادیو تلویزیون د اطلاعاتو د امر په توګه کار کوي.

چاپ شوی آثار:
۱– ولسي شاعران
۲ــ ولسي پانګه
۳ــ د بهایي جان احوال او آثار
۴ـــ بهایي جان شاعر شیرین سخن ( فارسی)
۵ـــ د چکړیو منیار ژباړه
۶ــ هوښیاره نجلۍ ــ ماشوما نه فوکلوریکه کیسه ( بی بی سی )
۷ ـــ کیسۍ ــ چیستانونه ( بی بی سی )
۷ـ د موسهي مولوي فیض محمد آخندزاده احوال او آثار
۸ــ زما پوهنځی ــ ژباړه
۹ ــ توپان ــ ژباړه
۱۰ ـــ د لمر شعلوته ـ شعری مجموعه
۱۱ـــ د پاڼو شهادت ــ شعري غونډ
۱۲ ــ پریمینځلې خندا ــ شعري ټولګه
. مستان په پښتو او دري ژبو لیکل کوي او خپل شعري ذوق خړوبه وي.
دا هم دده د کلام دوی بیلګی :

د ستورو په سندرو کی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته سپوږمۍ یې په آسمان کې
زه پیروته لمر وهلې د سپرلیو د خندلو په آرمان کې
که دې زړه وي
چې ته (ویس) شې زه (رامین) شم
د کیسو د سپینوستورو په سندروکې را شین شم
نو را واچوه لاسونه
دا د مینې
له وریښمو نه جوړ شوي تنابونه
ما در پورته کړه آسمان ته
در نږدې مې کړه خپل ځان ته
چې د عشق او د جنون په یوه سوزنده محل کې
چې په نن کې
په سبا کې
په ابد کې په ازل کې
او له ټولو نه اول کې
سره دواړه خوا په خواشو
حقیقت شواو رښتیا شو
راڼه ستوري د سبا شو . .

دري بیلګه :
سونامی
ـــــــــــــــــ
یاد هایت
یاد های لحظه های ګرم نګاه هایت
ګاه ګا هی
طوفانی ترین سو نامی ی مشوند
که مرا
می برند
می برند
می برند
جایی که آنجا ، لبهای خندان بیشتر از چشمهای ګیریان درد می کشند ، .