موسیقی

پېژندل شوی برتانیوي سندرغاړی جورج مایکل ومړ

پېژندل شوی برتاتانیوي پاپ موسیقۍ سندغاړی جورج مایکل په خپل کور کې مړ شو.

نوموړی ۵۳ کلن وو، چې په موسیقۍ کې یې ځانګړی ځای درلود.

جورج مایکل د لندن شمال کې زیږېدلی چې په څه باندې څلورو لسیزو کې یې د سندرو تر ۱۰۰ میلیون ډېر البومونه خرڅ شوي دي.

مایکل هغه مهال د شهرت پوړۍ ته وخوت چې له خپل ملګري اندرو ریډجیلي سره یې په Wham ډله کې سندرې پیل کړې.

پولیس وایي  مایکل پخپل عادي مرګ مړ شوی او داسې څه نه شته چې ګني د هغه د مرګ لامل دې ګرځېدلي وي.

د جورج مایکل وکیل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “په ډېرې خواشینۍ سره وایو چې زموږ زوی، ورور او ملګر جورج پخپل کور کې د کریسمس د خوشحالیو پرمهال په عادي مرګ مړ شوی”.

په ۲۰۱۱ کال مایکل ځکه ګڼې سندریزې مېلې پرېښود چې د ګوردو په التهاب اخته شوی و.

خو کله یې چې په ویانا کې درملنه وشوه، نوموړي وویل، دا ناروغي یو پړاو و چې تېر شو.

د نوموړي یوه مشهوه سندره د “وروستي کریسمس” په نامه ده.

نظر بدهید