چهره ها

پوهاند سید بهاءالدین مجروح

پوهاند سید بهاءالدین مجروح د سید شمس الدین مجروح زوی چې د کنړ ولایت د ساداتو په هغه دره کې زېږېدلی چې له سلو کلونو را په دې خوا د پاچاصاحبانو به نامه د لوی مقام او عزت خاوندان دي.
که د دې درې ډېری خلک په پښتو خبرې کوي، ولې نورې ژبې لکه پشه يي او ګوربتي هم خپل ویونکي لري.
بهاءوالدین د ۱۳۰۶ کال د دلوې په ۱۲ په یوه وړه کورنۍ کې سترګې وغړولې، خو د نېکمرغۍ خبره دا وه چې کورنۍ یې له علم او ادب سره اشنا وه، ځکه دی هم ژرلوستونکی شوه او د یوه ځانګړي ښوونکي تر څار لاندې یې ګلستان، بوستان، سکندرنامه او بهار دانش و لوستل.
د بهاءالدین د پیدایښت په وخت کې یې پلار په کابل کې دولتي دنده درلوده او تر هغه پورې چې بهاءالدین کابل ته راشي په مستقیمه توګه د خپل زوی له پالنې نه محروم وه. اما د کنړ په دره کې اوسېدونکې دا وړه کورنی، ښځينه محیط او چاپېریال هم د دې ماشوم په وړاندې له علم او ادب سره بېګانه نه وه، بلکې د شپې به یې د څراغ رڼا ته، په داسې حال کې چې له پنجرې نه راتلونکی د کنړ سیند د اوبو شرهار د شپې سکوت ماتاوه د بهاءالدین ترور خپلې مور ته د فردوسي شهنامه لوستله بهاءالدین او نور ټول ماشومان پرې راغونډه وه او دوی به هم په غور سره به یې اورېده. لکه څنګه چې د نوموړي پلار رسمي دنده درلوده، نو دی هم کابل ته راغی او د استقلال ښوونځي په څلورم صنف کې شامل شوه.

د ده ټولګي وال ټول د نخبه خلکو اولادونه وه کرار کرار دی هم ورسره اشناه شوه او د کلیوال عقدئي خطر په امان پاتې شو چې معمولا له کلیوال مېشتو ډېری ماشومانو سره ملګری وي د لومړي ځل لپاره په داسې یوه چاپېریال کې زده کړو ته ناست وي چې د وخت له ټولو امکاناتو څخه تر یوه حده لاس رسی ولری نو طبعي خبره ده چې د ده په زده کړو به مثبته اغېزه کوي.

دی یو ښه او ممتاز شاګرد وه، خو ریاضي یې نه خوښېده فلسفې ته یې مخه کړه او به ۱۹۵۰ کال له لیسې څخه فارغ شو. کال وروسته د دولت له لوري فرانسې ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شوه او هلته یې له فرانسوي ژبې سره انګلیسي او الماني هم زده کړه او به ۱۹۵۶ کال یې په فلسفې او ارواپوهنه کې د لیسانس سند تر لاسه کړ او بېرته هیواد ته راستون شو.
پوهاند، فیلسوف، مورخ، شاعر، دیپولومات او د سیاسی چارو ډېر ښه تحلیلونکی وه.
نوموړي بېلابلې دندې تر سره کړي چې له هغې ډلې یې د کاپيسا والیتوب، د پوهنتون استادي او په مونیخ کې د افغانستان فرهنګي اتشه د یادولو وړ دي.
ښاغلی بهاءالیدن د ګڼو اثارو لیکوال دی چې له هغه ډلې یې:
ځانځانۍ ښامار
سید جماالدین او د شرق او غرب برخورد
نا اشنا سندرې
بودا چنین ګفت
د جبر او اختیار دیالکټیک
پیام صوفی بت شکن به بت پرستایي قرن ۲۰
صوفي او نوې دنیا
منازل السایرین یا صد میدان حکیم سنایي او
اژدهای خودي
اژدهای خودي په څلورو ټوکونو کې هغه کتاب ده چې ښاغلي بهاءالدین مجروح په کټ پورت حالت کې لیکلی دی.
د دې کتاب په اړه ګڼو لیکوالو خپل نظریات وړاندې کړي دې چې له هغې ډلې نه یې د یو څو تنو دلته راخلو:
ډاکټر روان فرهادي وایي:
دا کتاب که څه د شکل په لحاظ هم نثر ده اما د سیرت په لحاظ ټول یو رنګین کلام ده او د طبعیت یو رنګینه نقاشي ده.
محمد هاشم میوندوال
این اثر فلسفی و ادبی خودخواهی انسان را در انحرافات فکری او خوب به میدان کشیده است.
سید شمس الدین مجروح وايي:
در بین افسانه ګویان و داستان سرایان بزرګترین هنرمند کسی است که جهان بینی عصر خود افکار و نظریات آخرین جهان علم را بزبان شایسته عواطف بیان کند و آنرا در هنر بدرستی تمثیل نماید. به عقیده من ادب و شعر نوهمین است.
نویسنده این کتاب از عهده این کار توانستنه است بر آید.
این کتاب در محیط ما اثر منحصر به فردی بشمار میرود و بصورت عام هرکس در هر جای دیګر هم آنرا فکر بکری خواهد شناخت.
استاد الفت وایي:
د بهاءالدین دغه ابتکاري غامض اثر «اژدهای خودی» د شعور اوی تحت شعور په قلمرو کې ډېره ښه سفرنامه ده.
په دې اثر کې نفسیاتي ښامار له افسانوي ښامار او له سیاسي ښامار سره تلمیحي ارتباط لري چې ضمني مطالب يې له اصلي مطلب څخه لږ ارزښت نه لري.
که څوک غواړي په ځان او جهان کې د اژدها د مرګ په راز پوه شي … دا اثر دې په غور او دقت مطالعه کړي.